په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وايي، افغانستان د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د ښځې مقام د کمېسیون غړیتوب خپل کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن راز ویلي، دا یو مهم نړیوال کمېسیون دی چې افغانستان به یې د څلورو کلونو لپاره غړیتوب ولري.
د دغه کمیسیون د غړیتوب لپاره افغانستان، چین او هند سیالي کوله چې په پایله کې افغانستان د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو ۵۴ رایې خپلې کړې دي او په یاد کمیسیون کې یې څوکۍ خپله کړې ده.
عادله راز وایي دوی به په ملګرو ملتونو کې د افغان مېرمنو د ژوند ښه کولو لپاره خپلې مبارزې او هڅې ته ادامه ورکوي.
د یادونې ده، چې یاد کمېسیون د ښځو د حقونو او جنسیتي تبعیض د له منځه وړلو او همدا راز د مېرمنو د ژوند په ښه کولو او وده کې فعالیت کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل