د افغان دولت د سولې خبرو د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي له لوړ پوړو قطري چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ستانکزي پرون جمعه د قطر د ملي امنیت له سلاکار، د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي دي.
په دغه لیدنه کې قطري چارواکو ټینګار کړی، چې دوی د سولې د خبرو ملاتړي او همکاره دي، خو وايي، د حکومت او طالبانو تر منځ خبرو کې بې پرې دي او په دې بهیر کې هېڅ ډول لاسونه نه کوي.
د قطر د ملي امنیت سلاکار محمد بن احمد المسند ویلي، د مذاکراتو له کوربه توب څخه د قطر دولت موخه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راتګ دی.
نوموړي د افغانستان د سولې مذاکراتو د ګټور مخته تګ لپاره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی خو وايي، هېواد به یې په دغه بهیر کې بې طرفه وي.
هغه په خپلو خبرو کې ټيڼګار کړي، چې د دغه هېواد دولت به د مذاکراتو په بهیر کې پر مطرح شوو مسایلو نظر څرګند نه کړي او د بهیر د دوام ملاتړ کوي.
قطر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوي دي.
دغه بهیر د تماس ډلو له څو ځلي ناستو وروسته له اختلافاتو او خنډونو سره مخ شو، چې اوس دواړه لوري وايي، حل او توافق ته نېږدې شوي ډي.
جمهورخبري آژانس:کابل