۰

ځینو هېوادونو د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوی تر منځ د منځګړیتوب هڅه کوي

دوشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۳
د افغان حکومت د مرکچي پلاوی ځینو سرچینو ویلي، د حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د اختلافاتو د حل لپاره ځینو هېوادونو هڅې پیل کړې دي.
ځینو هېوادونو د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوی تر منځ د منځګړیتوب هڅه کوي
د افغان حکومت د مرکچي پلاوی ځینو سرچینو ویلي، د حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د اختلافاتو د حل لپاره ځینو هېوادونو هڅې پیل کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینو زیاته کړې، چې لا هم د دوی تر منځ اختلافات نه دي حل شوي او تازه یو شمېر هېوادونو هڅې پیل کړې، چې د دغه اختلافاتو د ختمولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

سرچینې د یادو هېوادونو نومونه نه دي اخیستي خو تازه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي او د ناټو استازي له طالب پلاوي سره کتلي او له دوی سره یې پر بېلو مسایلو بحثونه کړي دي.

له دې سره جوخت قطر، جرمني، ناروې، ازبکستان او اندونیزیا هېوادونو د افغان سولې د ملاتړ په نامه ډله هم جوړه کړې او ژمنه یې کړې چې له افغان سولې سره به همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني هم د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن دوشنبې د تلې ۱۴ مه د کویټ او قطر په لور روان شوی او ټاکل شوې، د قطر له امیر، لومړي وزیر او نورو چارواکو سره د دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو د پراختیا تر څنګ پر افغان سوله او ځینو نورو موضوعاتو هم خبرې وکړي.

ځینې ناتایید شوي راپورونه دا هم وايي، چې طالبانو د افغان حکومت د اوربند غوښتنه منلې او کېدای شي ولسمشر غني د اوربند تړون د لاسلیک لپاره دوحې ته روان شوی دی.

له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د چارو ادارې مشر فضل محود فضلي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر، د لوړو زده کړو، معارف او اقتصاد سرپرست وزیران، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې استازي، کویټ او قطر  کې افغان سفیران هم مله دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي