۰
مک ماسټر:

د سرتېرو د ایستلو په اړه د ټرمپ تګلاره کاملآ غلطه ده

پنجشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۲
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ پر پرېکړه سختې نیوکې کړې دي.
د سرتېرو د ایستلو په اړه د ټرمپ تګلاره کاملآ غلطه ده
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ پر پرېکړه سختې نیوکې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وروسته له هغې چې ټرمپ و ویل، راتلونکي کرسمېس پورې به ګڼ امریکايي سرتېري له افغانستان څخه وباسي، د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار د ټرمپ دغه کار نه سم بللی دی.

مک ماسټر په یوه ویلي د افغانستان په اړه د ټرمپ اوسنۍ تګلاره کاملآ غطله ده او دا کار به د امریکا ملي امنیت ته ستر خطر پېښ کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې ټرمپ یوازې د کمپاین لپاره له خپلو متحدو هېوادونو سره یو ځای شوی او دوی طالبان په ګډه د افغان حکومت پر وړاندې درولي دی.

دی وايي، امریکایي وګړو په تېره د امریکا مهمو اداراتو لکه کانګریس ته په کار ده چې د ټرمپ تګلاره له واقیعي زاویې وارزوي او د هغه د ناقانونه کړنو او خپل سریو مخه ونیسي.

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار زیاتوي، چې افغان جګړه د ټرمپ تر اقداماتو وروسته نه یوازې دا چې سړه شوې نه ده بلکې لا شدیده شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي