۰

ارګ د سولې په تړاو د ولسي جرګې د اعلامیې هرکلی وکړ

پنجشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۶
افغان ولسمشر ماڼۍ د سولې په اړه د ولسي جرګې د وروستۍ اعلامیې چې په کې یې له جمهوریت نه ملاتړ کړی هر کلی کړی دی.
ارګ د سولې په تړاو د ولسي جرګې د اعلامیې هرکلی وکړ
افغان ولسمشر ماڼۍ د سولې په اړه د ولسي جرګې د وروستۍ اعلامیې چې په کې یې له جمهوریت نه ملاتړ کړی هر کلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خبرپانه کې ویلي، ولسمشر غني د جرګې د ارزښتناکې اعلامیې، چې په کې یې د سولې د پروسې، د جمهوري نظام، د ۱۹ کلونو لاس ته راوړڼو او تاوتریخوالي د کمښت غوڅ ملاتړ کړی، هرکلی کوي.

ولسمشر غني ویلي، د ولسي جرګې استازو په دې کار سره ملې ګټو او د ولس غوښتونو ته خپله ژمتیا وښوده.

د ارګ په خبرپانه کې راغلي،افغان دولت د ملت غوښتنو ته د رسېدو لپاره چې هغه په هېواد کې تل پاتې سوله او ثبات، د نظام ساتنه او پراختیا، د امنیتي او دفاعي ځواکونو او تېرو ۱۹ کلونو لاس ته راوړنو ساتنه ده ژمن دی.

د یادونې ده، چې ولسي جرګې تېره ورځ په خپله عمومي ناسته کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سولې له پروسې او په قطر کې د بین الافغاني خبرو څخه غوڅ ملاتړ اعلان کړ.

په اعلامیه کې ویل شوي دي، دې ته په کتو چې ولسي جرګه هم د نظام یو مهمه برخه ده نو ځکه د اوسني نظام څخه په کلکه ملاتړ کوي او هېڅ کس ته اجازه نه ورکوي، چې دغه نظام له ستونزو سره مخ کړي.

د ولسي جرګې غړو په دغه اعلامیه کې ټینګار کړی و، چې ملي بنسټونه په ځانګړي ډول افغان پوځ د افغانستان د بیرغ پورته کوونکي او د نظام ساتونکي دي، نو پر دغه څه هېڅ ډول معامله د افغانستان خلکو ته د منلو نه ده.

اعلامیه کې نړیوالې ټولنې او لوېدیځو هېوادونو ته په خطاب کې ویل شوي دي، چې د افغانستان اوسنۍ نظام د خلکو د خوښې نظام دی او د افغانستان خلک خپل پایښت د جمهوریت په نظام کې وي، نو ځکه د سولې پروسه کې هېڅ کس دا هڅه ونه کړي، چې نظام له منخه یوسي، بلکې ټول اړخونه باید د اوسنی نظام د تحکیم لپاره هلې ځلې وکړي.

په اعلامیه کې پر طالبانو هم غږ شوی و، چې د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره باید د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي او اوربند چې د ملت غوښتنه ده ومني.

دوی د افغان حکومت په مرکچي پلاو هم غږ کړی وو چې د خبرو پر مېز د افغانستان د ۱۹ کلونو لاس ته راوڼو، بیان آزادۍ، د ښځو او بشر حقونو او ملي ګټو څخه په کلکه دفاع وکړي، ځکه دا د ټول ولس غوښتنه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي