۰

هلمند کې د افغان پوځ دوه چورلکو سقوط کړي، ۹ تنه په کې وژل شوي

چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۲
ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د پوځ دوه چورلکو سقوط کړی او ۹ تنه په کې وژل شوي دي.
هلمند کې د افغان پوځ دوه چورلکو سقوط کړي، ۹ تنه په کې وژل شوي
 ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د پوځ دوه چورلکو سقوط کړی او ۹ تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې د تلې ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه تېره شپه د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د هوايي ځواک دوه (MI-17) چورلکو د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی دی، چې په کې ۹ تنه وژل شوي دي.

دفاع وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، د پېښې د رامنځ ته کېدو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

په هلمند کې د پوځ دوه چورلکې پر داسې مهال د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او ناوې ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي.

امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو بریدونه یې پر شاه تمبولي او کوبو ۱۷۰ طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په دغه جګړه کې د لښکرګاه څخه پنځه زره کورنۍ هم بې ځایه شوې، برېښنا پرې ده او پر تلېفوني شبکو هم طالبانو بندیزونه لګولي، چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي