۰

هلمند کې چاودنې ۷ تنه ټپیان شوي دي

شنبی ۲۱ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۱۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې له امله ۷ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند کې چاودنې ۷ تنه ټپیان شوي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې له امله ۷ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د د ښت سیمي په یوه کور کې شوې ده.

سیمه ییز چارواکي وايي، د هاوان یوې زړې ګولۍ په دغه کور کې چاودلې، چې ۷ تنه یې ټپیان کړي دي.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض ویلي، په ټپیانو کې مور، پلار او د هغوی اولادونه شامل دي.

دی وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

وړمه شپه د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې هم په یوه کور کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله د یو ماشوم او دوو ښځو په ګډون درې تنه ټپيان شوي و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي