کورنیو چارو وزارت وايي، پولیس بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسوول قاري صلاح الدین نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن شنبې د تلې ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه استخباراتي مسوول د بغلان مرکزي ولسوالۍ په شهر کهنه سیمه کې تر یوې لنډې نښتې وروسته نیولی دی.
سرچینه وايي، د قاري صلاح الدین سره یو ځای د هغه څلور تنه همکاران هم نیول شوي، چې دا مهال تر پلټنو لاندې دي.
کورنیو چارو وزارت زیاتوي، نیول شویو وسله ترهګریزه پېښو په طرح، سازماندهي او په ځانګړې توګه د بغلان – کندوز پر لویه لار له مسافر وړونکو وسایطو څخه په باج اخیستنه کې مهم نقش درلود.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه پنځه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل