۰

کابل کې دوه غلچکي بریدګر نیول شوي دي

شنبی ۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۵
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د هدفي وژنو دوه تنه برید کوونکي نیولي دي.
کابل کې دوه غلچکي بریدګر نیول شوي دي
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د هدفي وژنو دوه تنه برید کوونکي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د لیندۍ ۸ مه خبرپاڼه کې ویلي، دغه دوه ترهګر د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیول شوي دي.

وزرات زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو دوه میله تومانچې هم تر لاسه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسشمر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي، پولیسو په کابل ښار کې د طالبانو او داعشي طالبانو ۱۱ غړي نیولي، چې یو په کې ځانمرګی هلک هم وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي