۰

ننګرهار کې د داعش مطبوعاتي او مالی مسوولین نیول شوي دي

یکشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۹
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې مطبوعاتي او مالي مسوولین نیولي دی.
ننګرهار کې د داعش مطبوعاتي او مالی مسوولین نیول شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې مطبوعاتي او مالي مسوولین نیولي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې ملي امنیت ځواکونو تېره شپه ( د لړم ۱۰مه) د مرکز جلال آباد ښار په اتمه حوزه کې عملیات کړي دي.

دی وايي، په دغه عملیاتو کې د داعش ډلې مطبوعاتي او مالي مسوولین او دوه تنه نور داعشیان نیول شوي دي.

خوږیاڼي د نیولو شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د هېواد په ختیځ کې هغه ولایت دی، چې داعش په کې د موجودیت اعلان کړی و، خو تېر کال د افغان ځواکونو له خوا سخت وځپل شول او د داعش د ماتې اعلان یې وکړ.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي