۰

ننګرهار کې د داعش او طالبانو مهم غړي نیول شوي دي

یکشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۷
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش او طالبانو ۴ مهم غړي نیولي دي.
ننګرهار کې د داعش او طالبانو مهم غړي نیول شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش او طالبانو ۴ مهم غړي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د داعش او طالبانو دغه غړي پرون، جلال آباد ښار، تورخم دروازه او چپرهار ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

په نیول شویو څلور تنو کې یو کس د داعش مهم غړی او درې تنه نور وسله وال طالبان دي.

د ملي امنیت صفر دوه قعطې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ځانګړو عملیاتو پر مهال یې د چپرهار ولسوالۍ په دولت زو سیمه کې د شپنیو عملیاتو پر مهال د یادې ولسوالۍ لپاره د داعش استخباراتي مسوول او د هدفي وژنو طراح نیولی دی.

ملي امنیت د دغه کس نوم نه دی په ډاګه کړی خو وایي، دغه داعشي د ډاکتر عبدالرسول مشهور په ګوډ ډاکتر په اختطاف کې هم لاس درلود، چې له یو میل کلاشنکوف، دوه میله تومانچو او څلورو شاجورونو سره یو ځای نیول شوی دی.

په ورته وخت د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، جلال آباد ښار او تورخم دروازه کې هم ملي امنیت ځواکونو د طالبانو درې مهم غړي نیولي دي.

د سرچینې په وینا په نیول شویو کسانو کې ضیاالدین او کریم الله چې د فراه ولایت اوسېدونکي دي تازه له پاکستان څخه افغانستان ته د تخریبي کړنو په موخه راتل، چې په تورخم ښارګوټي کې ونیول شول.

خبرپاڼه وايي، ضاالدین او کریم اعتراف کړی، چې تر پوله پورې غاړې حقانیه مدرسه کې یې زده کړې، وروسته له طالبانو سره یو ځای شوي او تر روزنې وروسته د افغانستان په لور را روان شول.

درېیم کس چې ملي امنیت نیولی او د طالبانو غړی دی نور آغا مشهور په منصور دی.

سرچینه وایي، منصور هغه مهال د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو، چې د داعش په نوم یې له یوه ډاکتر څخه د اتیا زره امریکايي ډالرو غوښتنه کوله.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، منصور نومي وسله وال تر دې وړاندې دوه ځلې دغه ډاکتر ته بمونه هم ایښي وو.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، منصور د یوه جرم له امله اووه کاله په زندان کې هم تېر کړي او هملته زندان کې د طالبانو سره یو ځای او اوس مهال یې د طالبانو د یوه قوماندان قاري خالد تر مشرۍ لاندې تخریبي فعالیونه کول.

طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي