۰
ملګري ملتونه:

پر کابل پوهنتون د برید له ترسره کوونکو سره باید حساب کتاب وشي

سی شنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۶
ملګرو ملتونو پر کابل پوهنتون برید په کلکه غندلی، وایي په افغانستان کې د وروستي برید له ترسره کوونکو سره باید حساب کتاب وشي.
پر کابل پوهنتون د برید له ترسره کوونکو سره باید حساب کتاب وشي
ملګرو ملتونو پر کابل پوهنتون برید په کلکه غندلی، وایي په افغانستان کې د وروستي برید له ترسره کوونکو سره باید حساب کتاب وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرهان حق په یوه خبري غونډه کې ویلي، په افغانستان کې پر تعلیمي مرکزونو وروستي بریدونه ستر بشري جنایتونه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې خونړی برید غندلی او هغه یې ستر بشري جنایت بللی دی.

د هغه په وینا د دغه ډول بریدونو عاملین باید د خپلو کړنو حساب ورکړي.

ملګرو ملتونو همدا راز ویلي چې دوی په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي او ددغه هېواد د پرمختګ، ثبات او سولې لپاره به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

پر کابل پوهنتون پرون د درې تنه وسله والو له خوا برید وشو، چې په کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

بریدګرو چې مسوولیت یې داعش اخیستی له افغان ځواکونو سره کابو شپږ ساعته جګړه وکړه او وروسته د درې واړه بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده.

افغان ولسمشر، د هغه مرستیالانو، ډاکتر عبدالله، پځواني ولسمشر کرزي، ناټو، امریکا او ایران سفارتونو، خلیلزاد او یو شمېرو نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو هم دا برید په کلکه غندلی دي.

ولسمشر غني دا برید یو ستر بشر ضد جنایت بللی او ګواښ یې کړي، چې د برید غچ به هرو مرو اخلي.

د دغه برید له امله نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي