افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې دیبرا لاینز سره لیدلي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل د ملګرو ملتونو استازولی دفتر یوناما په یوه خبرپانه کې ویلي، د ښاغلي غني او مېرمن لاینز لیدنه پرون جمعه د لړم ۱۶ مه شوې ده.
سرچینه زیاتوي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د امنیتي وضعیت سولې او دغه راز د ۲۰۲۰ کال د جینوا کنفرانس په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپانه کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې په دوحه کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوی د متحدانه کار څخه ستانیه وکړه ویې ویل، چې افغانستان د جګړې پای ته رسېدو، سولې او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز ویلي سوله ټولو افغانانو او سیمې ته دا زمینه برابروي، چې ښه، پرمختللی او پر اقتصادي سیستم ولاړ ژوند ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل