د راپورونو له مخې د پیسو نړیوال صندوق په پام کې لري، چې له افغانستان سره د ۳۷۰ میلیون امریکايي ډالرو مرسته وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه صندوق اجرایيوي پلاوي ویلي، دغه صندوق د افغانستان ملاتړ لپاره د ۳۷۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یوه هوکړه تصویب کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه مرسته به د کرونا ناروغۍ او له کرونا وروسته حالاتو سره د مبارزې او مدیریت، د اصلاحاتو پلي کول، د اقتصادي او ټولنیز سکټور ملاتړ، د ښې حکومتولۍ پیاوړتیا، له فساد سره مبارزه، د ثبات او د لوی اقتصاد ساتل، له پایدارې ودې څخه ملاتړ، د بیوزلۍ کموالی، زیربنایې پروګرامونو او نورو اړوندو برخو کې ولګېږي.
د پیسو نړیوال صندوق چارواکي ویلي، د دغې مرستې له جملې ۱۱۵ میلیونه ډالر د بیړنیو اړتیاو لپاره ځانګړي شوي دي او نورې به یې په مرحله یي ډول افغانستان ته ورکړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل