۰
علي احمد جلالي:

د امریکا ګټې ژر نه بدلېږي، له افغان سولې سره به مسوولانه چلند وکړي

چهارشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۷
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا په دفاعي پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي وايي، د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن به په افغانستان کې له روان وضعیت سره مسوولانه چلند وکړي.
د امریکا ګټې ژر نه بدلېږي، له افغان سولې سره به مسوولانه چلند وکړي
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا په دفاعي پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي وايي، د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن به په افغانستان کې له روان وضعیت سره مسوولانه چلند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جلالي زیاته کړې، د افغانستان او امریکا اړیکې لنډ مهالې نه دي، چې د نوي ولسمشر په راتګ سره به بدلېږي.

د هغه په وینا، امریکا په افغانستان او سیمه کې خپلې ګټې لري او دا ګټې دومره ژر نه بدلېږي نو ځکه به بایډن له افغان سولې سره مسوولانه چلند وکړي.

نوموړي ویلي، د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتيژيک تړون لاسلیک شوی دی چې دواړه هېوادونه باید ورته ژمن وي او عملي یې کړي.

علي احمد جلالي ټینګار کړي، چې بايډن به د افغانستان له مسئلې سره مسوولانه چلند کوي او شته تړونونه به عملي کوي.

ده د افغان سولې په برخه کې د شته خنډونو په اړه ویلي، په افغان حکومت کې ناندرۍ او د افغانانو ترمنځ اختلافات د سولې د ځنډ لامل دي او ښایي همدا مسئله د جګړو د دوام سبب هم شي.

د افغانستان د کورنیو چارو دغه پخواني وزیر زیاته کړې، چې د امریکا نوی حکومت به د سرتېرو شمېر هم په سیمه کې وضعیت ته په کتو عیاروي او عجولانه پرېکړې په دې مسئله کې ځای نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي