ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د امنیتي ټیم د سهار د شپږ نیمو بجو غونډې ته ورغلی او د هغوی د کارونو او پرېکړو ملاتړ یې کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني د خپل لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ دغه امنیتي ټیم ته ډاډ ورکړي، چې دا ټیم به لا غښتل کړي.
ښاغلي غني د کابل امنیتي ټیم ته دا ډاډ هم ورکړي، چې د زرواکو به فرمایش به د یاد ټیم هېڅ یو غړی هم له دندې لرې نه کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په فسبوک پاڼه د ښاغلي غني قوله راغلي« زه به تاسې یو هم د زورواکو په فرمایش له دندو لرې نه کړم، د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول مهمه برنامه ده او باید په جدي توګه تعقیب شي،تر هغو چې کابل په اساسي توګه امن نشي، د شپږ نیمو بجو امنیتي ټیم به نور هم تقویه شي، د منابعو له پلوه به د دغه ټیم د پیاوړتیا لپاره ټولې منابعې په کار واچوو.»
ولسمشر هیله ښودلې، هغه ستونزه چې تر دې مخکې د منابعو په موثره نه استفاده کې وه، د شپږ نیمو بجو د امنیتي ټیم په نوښت سره به دا ستونزه هواره شي.
ښاغلي غني زیاته کړې، که دغه ټیم د موثرو او ذهنیت جوړونکو برنامو لپاره هر وړاندیز لري، هغه به اجرا کېږي.
نوموړي دغه ټیم ته ویلي، چې د قانون په تطبیق کې وېره ونه لري او د قانون د پلي کېدو لپاره د دولت له نرم او سخت قوت څخه معقوله استفاده وکړي او قانون ماتونکي د قانون منګولو ته وسپاري.
ولسمشر دا ټینګار هم کړي، چې په دغه امنیتي ټیم کې باید علما هم اساسي برخه ولري.
ښاغلي غني ویلي، چې ډېر ژر د درنو جریمو طرحه لاسلیک کړي، تر څو قانون ماتوونکي پوه شي چې د شپږ نیمو بجو ټیم د ټول نظام ملاتړ له ځان سره لري.
جمهورخبري آژانس:کابل