د پيسو نړیوال صندوق په یوه تازه راپور کې ویلي، بېوزلي او بېکاري لا هم په افغانستان کې ستره ستونزه ده او د دغه هېواد د پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پیسو نړیوال صندوق چېدغه راپور کې د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت ارزولی او د راتلونکې په اړه یې وړاندوینه کړې وايي، د دغه هېواد اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی.
په دې راپور کې زیاته شوې، چې په افغانستان کې جګړې او روان تاوتریخوالی د اقتصادي ځوړتیا تر ټولو ستر لامل او دغه بېوزلي او بېکاري لا هم د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره تر ټولو ستر خنډ دی.
د پیسو نړیوال صندوق وړاندوینه کوي چې که وضعیت همداسې دوام کوي نو په راتلونکې کې به په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لوړېږي او همدا راز د دغه هېواد په صادراتو کې به هم لوړه سلنه کموالی راشي.
جمهورخبري آژانس:کابل