۰

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته راورسېده

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۰
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یوه پلاوي په مشرۍ نن پنشنبې د لړم ۲۹ مه کابل ته راورسېده.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته راورسېده
 د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یوه پلاوي په مشرۍ نن پنشنبې د لړم ۲۹ مه کابل ته راورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی خان نن غرمه مهال ۱۱:۰۰ بجې د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شو.

ټاکل شوې خان به افغان ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره وګوري.

 دواړه لوري به د افغان سولې پروسې، سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا او دوه اړخیزه اړیکو او سیمې په اړه خبرې وکړې.

دا کابل ته د عمران له خان له لومړي وزیر کېدو وروسته لومړی وار دی، چې سفر کوي.

کابل ته د عمران خان د راتګ په پار افغان حکومت نن پنشنبې د لړم ۲۹ مه کابل کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي