ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو برید په شاه تمبولی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د جمهورآژانس د خبر له مخې وزارت نن یکشنبې د لیندۍ ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د ژېړۍ ولسوالۍ د ویزرانو او ډنډ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو د فعال دفاعي حالت له امله د طالبانو برید په شاه وتمباوه او درنه مرګ ژوبله یې ورته واړوله.
ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۴۰ طالبان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.
وزارت د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل