۰

نړیوال بانک له افغانستان سره ۲ سوه میلیون ډالر مرسته ځنډولې

چهارشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۲
راپورونه وايي، نړیوال بانک په یوه لیک کې له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیون ډالرو مرستې ځنډولو خبر ورکړی دی.
نړیوال بانک له افغانستان سره ۲ سوه میلیون ډالر مرسته ځنډولې
راپورونه وايي، نړیوال بانک په یوه لیک کې له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیون ډالرو مرستې ځنډولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه لیک ولسمشر غني ته لېږل شوی او په کې ویل شوي، چې دوی دغه اندازه مرسته د افغانستان بانک د کم کارۍ له امله خنډولې ده.

په لیک کې ویل شوي« د افغانستان بانک له لوري د کلي اقتصاد په اړه له نړیوال بانک سره د معلوماتو نه شریکولو له امله خپله ۱۸۰ میلیونه ډالره مرسته ځنډوي.

دغه راز په لیک کې راغلي، چې په ځلونو یې د افغانستان بانک څخه په دې برخه کې د معلوماتو غوښتنه کړې، خو تر اوسه ورته ځواب نه دی ورکړل شوی.

همدارنګه یاد بانک ویلي، د ۱۸۰ میلیونه پرته ۲۰ میلیونه نوره مرسته هم د عامه او خصوصي مشارکت په قانون کې د تعدیلاتو له امله ځنډول شوې ده.

دغه پروژه له ماليې وزارت د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ته لېږدول شوې ده چې نړیوال بانک په دې اړه د وضاحت غوښتونکی و.

د یادونې ده، نړیوال بانک د روان کال لپاره له افغانستان سره د ۶۰۰ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه وکړه چې له دې ډلې ۴۰۰ میلیونه د افغانستان بانک ته ورکول شوي او د پاتې ۲۰۰ میلیونه ډالرو مرسته یې ځنډولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي