۰

د سولې مرکچي پلاویو لومړۍ غونډه، د اجنډا په ترتیب خبرې شوې دي

یکشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۸
دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي تیمونو د ګډې کاري کمېټې لومړۍ ناسته شوې او په کې د اجنډا په ترتیب خبرې شوې دي.
د سولې مرکچي پلاویو لومړۍ غونډه، د اجنډا په ترتیب خبرې شوې دي
دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي تیمونو د ګډې کاري کمېټې لومړۍ ناسته شوې او په کې د اجنډا په ترتیب خبرې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړو لورو تایید کړې، چې دوی پرون شنبې د لیندۍ ۱۵ مه له مازیګر وروسته غونډه کې او په کې یې پر ځینو مسایلو بحث کړی دی.

دوی د ناستې په اړه ډېر جزیات نه دي وړاندې کړي، خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په خپرو کړو ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې تېره ورځ تر غرمې وروسته ددواړو لورو ترمنځ پر اجنډا بحثونه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ګډې کمېټې پر هغو مسایلو بحث کړی چې له مخې به یې اجنډا ترتیبت کېږي.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی نادر نادري هم وایي، د دواړو لورو ګډې کمېټې پر اجنډا خپله لومړنۍ غونډه ترسره کړې ده.

ده ویلي، غونډه کې د اجنډا اړوند مسایلو باندې بحث شوی دی او د اجنډا د موادو د ترتیب لپاره به ګډه کمېټه نن هم غونډه ولري.

د یادونې ده، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکرات له دوو میاشتو بحثونو وروسته پر کړنلاره هوکړې ته ورسېدل او اوس به پر اجنډاوو بحثونه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي