۰

د تخار د بنګي ولسوالۍ ولسوال په یوه برید کې وژل شوی دی

پنجشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۱
سیمه ییز چارواکي وايي، د تخار ولایت د بنګي ولسوالۍ ولسوال فیض الرحمن حیدري په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د تخار د بنګي ولسوالۍ ولسوال په یوه برید کې وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، د تخار ولایت د بنګي ولسوالۍ ولسوال فیض الرحمن حیدري په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن پنشنبې د لیندۍ ۲۰ مه د بنګي ولسوالۍ او مرکز تالقانو ترمنځ لویه لار رامنځ ته شوې ده.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، ولسوال فیض الرحمن حیدري له ولسوالۍ څخه د مرکز په لور روان و، چې د لارې په اوږدو کې ناپېژانده وسله والو کسانو پرې برید کړی دی.

دغه سرچینه زیاتوي، چې په برید کې د بنګي ولسوال فیض الرحمن حیدری او یو ساتونکی یې وژل شوي او دوه نور ساتونکي یې تپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي