۰

وردګ او نورستان ولایتونو کې سېلابونو زیانونه اړولي دي

پنجشنبه ۱ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۸
سیمه ییز چارواکي وايي، وردګ او نورستان ولایت کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.
وردګ او نورستان ولایتونو کې سېلابونو زیانونه اړولي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، وردګ او نورستان ولایت کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې د وردګ ولایت جلرېز ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله لسګونه کورونه ویجاړ شوي او اوسېدونکو یې خپلې مېنې پرېښې دي.

د وردګو له پېښو سره د مبارزې اداره وايي د دغه ولایت په ګڼو نورو سیمو کې هم سېل زیانونه پېښ کړي خو کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

ها خوا بیا په نورستان کې هم سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

دغه سېلابونه تېره شپه د لوېديځ نورستان د دواب ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا درو کې سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې مالي زیانونه اړولې دي.

د سېلابونو له امله د خلکو په سلګونو جریبه ځمکه تخریب شوې ١٠ غوا ګانې مړې شوې، پنځه ژرندې او پنځه پلونه هم ویجاړ شوي او د دواب ولسوالۍ بازار کې ۲۵ دکانونه هم زیانمن شوي.

د یادونې ده، چې دایکنډي او پنجشېر کې هم سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي