۰

کونړ کې ۲۸ داعشیان اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي

چهارشنبه ۲۰ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۲
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د داعش ډلې ۲۸ غړي اسلامي امارت ته تسلیم شوي او له جګړې یې لاس اخیستی دی.
کونړ کې ۲۸ داعشیان اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د داعش ډلې ۲۸ غړي اسلامي امارت ته تسلیم شوي او له جګړې یې لاس اخیستی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه داعشیان پرون سه شنبې د سلواغې ۱۹ مه اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.

ځايي چارواکو وايي، دغه داعشیان د استخباراتو ریاست په هڅو له مخالفته لاس واخیست او د اسلامي امارت له مسوولینو سره یې بیعت وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ ننګرهار کې هم د ۵۰ داعشیانو د تسلیمېدو او هغوی ته د پېښنې خبر ورکړل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي