۰

سالنګ او بغلان کې ترافیکي پېښو کې ۵ تنه مړه شوي

دوشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۴
سیمه ییز چارواکي وايي، د پروان ولایت سالنګ او د بغلان بنو ولسوالیو کې د دوه ترافیکي پېښو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سالنګ او بغلان کې ترافیکي پېښو کې ۵ تنه مړه شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، د پروان ولایت سالنګ او د بغلان بنو ولسوالیو کې د دوه ترافیکي پېښو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بغلان د ترافیکو مدیر قاري محمد نذیرعابدي وايي یو سراچه ډوله موټر د بغلان د بنو ولسوالۍ په لور روان و چې د دې ولسوالۍ د خوشدرې کلي اړوندو کې له واټ څخه وتلی او د انداراب سیند ته لوېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې، د پېښې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

ټپيان د خنجان ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته لېږدول شوي چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ بلل شوی.

بل خوا د پروان جنوبي سالنګ سیمه کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي دي.

د سالنګونو د ساتنې ریاست وايي، پرون له ماسپښین وروسته پر یوه سراچه موټر ټېلر موټر ورچپه شوی چې له امله یې سراچه کې سپاره درې کسان مړه شوي دي.
 
نوموړي ویلي، د سالنګونو د ساتنې پرسونل ډېره هڅه وکړه، چې دغه کسان وژغوري خو نه توانېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي