۰

د سمونوال عبدالولي خان قاتلین نیول شوي دي

پنجشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۸
د ولسمشر غني لومړی مرستیال وايي، د متقاعد سمونوال عبدالولي خان چې پرون کابل کې وژل شوی، قاتلین نیول شوي دي.
د سمونوال عبدالولي خان قاتلین نیول شوي دي
 د ولسمشر غني لومړی مرستیال وايي، د متقاعد سمونوال عبدالولي خان چې پرون کابل کې وژل شوی، قاتلین نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سمونوالو عبدالولي خان، چې وړاندې د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر و، پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۹ مه مازیګر څه کم څلور بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کوټه سنګي په یوه ګڼ مېشت سیمه کې د سړک پر سر د وسله والو په ډزو و وژل شو.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د سمونوال عبدالولي خان چې د غزني د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکی دی قاتلین دوه تنه و، چې یوه پرې دزې کړې او بل یې فلم ډکولو.

ښاغلی صالح وايي، د پنځمې امنیتي حوزې له پولیسو مننه کوي، چې فلم اخیستونکی قاتل یې نیولی او له تلېفون څخه یې ورته نورې فلم اخیستنې او اسناد هم تر لاسه شوي دي.

نوموړی وايي، دوی د هغه افسرانو چې له ناامنه ولسوالیو کابل ته راغلي او امنیت ته یې ګواښ دی، امنیت ته جدي پاملرنه کوي.

دی وايي، ډېر ژر به د نیول شوي کس اعترافات او د ترور صحنه له خلکو سره شریکه او نشر کړي.

دغه راز ښاغلی صالح زیاتوي، چې پرون د ۱۱۱ مې فرقې افسر حمیدالله خان چې د بدخشان دی هم په ۲۱ مه حوزه کې ترور شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي