۰
امرالله صالح:

د پاکستان د روغتونو ۳۰ سلنه پر طالب ټپیانو ډک دي

چهارشنبه ۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۶
د ولسمشر لومړی مرستال امرالله صالح وايي، د پاکستان د روغتونو ۳۰ سلنه بسترونه د طالب ټپیانو څخه ډک دي او هلته درملنه کېږي.
د پاکستان د روغتونو ۳۰ سلنه پر طالب ټپیانو ډک دي
د ولسمشر لومړی مرستال امرالله صالح وايي، د پاکستان د روغتونو ۳۰ سلنه بسترونه د طالب ټپیانو څخه ډک دي او هلته درملنه کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح ویلي، معمولي طالبان د کویټې په روغتونو کې درملنه کېږي او هغه چې مهم دي، کراچۍ ته وړل کېږي.

ښاغلي صالح دغه څرګندونې د طالبانو د ډلې د مرستیال او قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برارد هغه ویډیو ته په اشارې کړې، چې له پرون راهیسې په خوله رسنیو کې لاس په لاس او خپرېږي.

په دغه ویډیو کې ملا عبدالغني برادر لیدل کېږي، چې د طالبانو یو شمېر غړو ته په وینا کې وايي، چې مشرتابه یې په پاکستان کې دی او تپیان یې هم په همدې هېواد کې درملنه کېږي.

ملا برادر په خپلو خبرو کې زیاته کړې«زموږ ټوله مشرتابه همدلته دی، موږ چې په قطر کې کومې خبرې کوو، ډاډ درکو چې په خپل سر یې نه کوو دلته یې له خپلو مشرتابه سره شریکو، دا خبرې بیا وروسته موږ ته بېرته رارسېږي او موږ عمل پرې کوو، زموږ په هېواد کې د ټپیانو درملنه امکان نه لري، ناچاره یو چې دا وضعیت تحمیل کړو.»

په دغه ویډیو کې ملا برادر وړاندې د خپلو جنګیالیو له قربانیو مننه کوي وايي، ستاسو د قربانیو نتیجه وه، چې امریکا ورسره خبرو ته کېښناسته.

پاکستان تر اوسه د ملا برادر د دغه ویډیو، د ځای او ثبت په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وايي، د دغه ویډیو د صحت او ثبت ځای په اړه معلومات نه لري.
 
تر اوسه دا معلومه نه ده، چې ملا برادر دغه څرګندونې د پاکستان په کوم ځای کې کړې، خو ښاغلي صالح وایي، برادر دغه څرګندونې د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې په روغتون کې ټپي طالبانو او د هغوی پایوازانو ته د وینا پر مهال کړې دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې، چې له طالبانو د ملاتړ بحث کومه نوې او زړه راښکوونکې مسله نه ده، بلکې پخوانی ده.

ښاغلي صالح ویلي«په اوسط ډول د کویټې د روغتونو ۳۰ سلنه بسترونه د ترهګرو له ټپیانو ډک دي، چې تداوي کېږي او هغه چې لږ مهم دي کراچۍ ته لېږدول کېږي، تاسو یې اوس یو غیرقابل انکار ثبوت په واک کې لري.»

د ولسمشر لومړی وايي، هغه چا چې د ملا عبدالغني برارد دغه تازه ویډیو چې د کراچۍ په یوه روغتون کې شوې او خپره کړې مننه ترې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي