۰
ملګري ملتونو او ناټو:

طالبان باید سولې ته د فرصت ورکولو لپاره خپله ونډه په بشپړه توګه ادا کړي

پنجشنبه ۴ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۴
ملګرو ملتونو او ناټو په افغانستان کې پر وروستي تاوتریخوالي په ځانګړي ډول د وروستیو هدفي وژنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
طالبان باید سولې ته د فرصت ورکولو لپاره خپله ونډه په بشپړه توګه ادا کړي
ملګرو ملتونو او ناټو په افغانستان کې پر وروستي تاوتریخوالي په ځانګړي ډول د وروستیو هدفي وژنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو او ناټو د اورکم غوښتنه کړې او ټينګار یې کړی، چې باید د انسانانو ژوند ته جدي پاملرنه وشي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي  ستیفانو فونتېکورو پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې په هڅو کې خپله ونډه په بشپړ ډول ادا کړي.

نوموړي په خپل ټوېټر په کابل کې د ملکیانو پر ضد وروستي بریدونه په کلکه غندلي وايي، طالبان باید سولې ته د فرصت ورکولو لپاره خپله ونډه په بشپړه توګه ادا کړي.

په ورته وخت یوناما په افغانستان کې د اورکم غوښتنه کړې ده او وايي، تر دوو اوونیو په لنډه موده کې تمه ده چې د سولې مهمې خبرې پیل شي، نو هدفي وژنې او شخړې باید راکمې شي.

یوناما پرون چهارشنبې د مرغومي ۳ مه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ملګري ملتونه د تاوتریخوالي د دوامداره کموالي په اړه یو ځل بیا خپله غوښتنه تکراروي او د سولې د مهمو خبرو اترو لپاره چې ټاکل شوې ده د جنوري په پنځمه له سره پيل شي باید د انسانانو ژوند ته پاملرنه وشي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په یو شمېر لویو ښارونو په ځانګړي ډول په کابل کې هدفي وژنې زیاتې شوې، چې تازه بېلګه یې پرون د مرغومي ۳ مه د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا د مشر محمد یوسف رشید وژل کېدل و، چې خپل کور ته څېرمه په یوه وسله وال برید کې و وژل شو.

د راپورونو له مخې په تېرو دوو میاشتو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان په کابل کې وژل شوي دي، چې مسوولیت یې چا نه دی اخستی او طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي