پلازمېنه کابل کې درې ماین چاودنې شوې، چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لومړی چاودنه نن شنبې د مرغومي ۶ مه سهار ۷:۵ د ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند فیض محمد کاتب پر سړک د پولیسو په رنجر موټر شوې ده.
د کابل پولیس وایي، په دغه چاودنه کې دوه پولیس ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
دوهمه چاودنه هم نن سهار ۹:۵ دقیقې د دریمې امنیتي حوزې اړوند شهید څلور لاري کې د پولیسو په رنجر موټر وشوه.
په دغه چاودنه کې د پولیسو رنجبر په مکمل ډول تخریب شوې خو تر اوسه یې امنیتي چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
درېیمه چاودنه هم د ښار د اتمې حوزې اړند حضوري چمن په سیمه کې شوې ده، خو تر اوسه یې د زیان په اړه معلومات نشته.
تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.
د یادونې ده، چې له کابو یو میاشتې راهیسې نېږدې هره ورځ په کابل ښار کې د چسپکي ماین چاودنې او هدفي وژنې تر سره کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل