۰

د ملي روغې جوړې عالی شورا دویمه ناسته، سیاسیون د مذاکراتي پلاوي ملاتړ وکړ

شنبی ۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۴
د ملي روغې جوړې عالی شورا په دویمه ناسته کې، چې د ولسمشر د مرستیالانو او سیاسیونو په ګډون په کې د رهبرۍ شورا او د مذاکراتي پلاوي غړو ګډون درلود، د افغان مذاکراتي پلاوي څخه ملاتړ وشو.
د ملي روغې جوړې عالی شورا دویمه ناسته، سیاسیون د مذاکراتي پلاوي ملاتړ وکړ
د ملي روغې جوړې عالی شورا په دویمه ناسته کې، چې د ولسمشر د مرستیالانو او سیاسیونو په ګډون په کې د رهبرۍ شورا او د مذاکراتي پلاوي غړو ګډون درلود، د افغان مذاکراتي پلاوي څخه ملاتړ وشو.

ډاکتر عبدالله په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغان دولت د سولې لپاره جدي اراده او د سیمې او نړۍ ملاتړ له ځان سره لري.

د نوموړي په وینا افغان ولس، باعزته، تل پاتې او عادلانه داسې سوله غواړي، چې د تېرو ۲۰ کلونو لاس ته راوړنې په کې خوندي او خلک د غزت ژوند ولري.

عبدالله د افغان مذاکراتي پلاوي له هڅو، حوصلې او یوالي هم مننه وکړه، چې په وینا یې په ښه توګه یې د افغان ولس او حکومت استازتوب په بین الافغاني خبرو کې تر دې دمه کړی دی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر دغه پلاوی ته ډاډ ورکړ، چې ملاتړ یې کوي او د سولې په برخه کې به هېڅ ډول سلامشورې، همکارۍ او مرستې درېغ نه کړي.
نوموړي و ویل، د مذاکراتو د ځای پر سر ناندرۍ باید د خبرو د ځنډ سبب نه شي، ځکه ټول افغانان د سولې تږي دي او د دې ملاتړي دي چې مذاکرات باید بېرته د جنورۍ په پنځمه په دوحه کې پيل شي او خبرې دې د جګړو د ختمېدو سبب شي.

هغه زیاته کړه چې د ملي مصالحې عالي شورا پر اوږو یو دروند مسوولیت دی او هغه هم دا چې باید روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړي.

غونډې ته د وینا پر مهال د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي و ویل، چې مذاکرات لوړې ژورې لري نو ځکه دوی به هر حالت کې سلا مشورو ته اړتیا لري.

هغه و ویل«په ویاړ ویلی شم، چې نن یو لوی ظرفیت رامنځ ته شوي، چې له کلي عقل څخه حکایت کوي، هغه کار چې د مذاکراتي پلاوي علماو وکړ، فوق العاده و، هغوی د جګړې اساس او انګېزه تر سوال لاندې راوستي او پر اوربند یې جدي خبرې وکړي او دې خبرو افغان پلاوی یو افغان شموله پلاوی کړ.»

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، دا چې د افغان پلاوي او طالبانو د پلاوي تر منځ ځینې ژمنې شتون لري او توافق یې پرې کړي، نو ځکه ځینې معلومات د رسنیو پر وړاندې نه شي ویلي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وینا وکړه او ویې ویل چې د ده په ګډون د ټول ولس غوښتنه او بېړه دا ده، چې افغانستان نور یوې تل پاتې سولې ته ورسېږي.

ښاغلي کرزي د افغان مذاکراتي پلاوي د هڅو ستاینه او منه وکړه او د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

نوموړي د افغان ملي روغې جوړې عالي شورا له هڅو هم مننه وکړه ویې ویل، چې دی د افغانستان د یوه فرد په توګه د رښتینې سولې په برخه کې هر ډول ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی.

د یادونې ده، چې دا د ملي روغې جوړې عالي شورا له جوړېدو وروسته د دغه شورا د رهبرۍ دوهمه غونډه ده، چې تر سره کېږي.

د یادې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د نن په غونډه کې و ویل، چې د ملي روغې جوړې عالي شورا غونډې به دوامداره او پرته له تشریفاتو د تل پاتې او ریښتنې سولې د راتګ لپاره دوام ولري.

ښاغلي عبدالله یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د سولې بین الافغاني خبرې باید د ځای ټاکلو له امله ونه ځنډول شي، بلکې په خپل وخت بېرته پیل شي.

باید و ویل شي، چې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي او طالبانو د مذاکراتي پلاوی تر منځ خبرې له څو ورځو راهیسې درېدلې او ټاکل شوې، چې د مرغومي په ۱۶ مه بېرته پیل شي.

افغان حکومت دوهم پړاو د خبرو له پاره وړاندیز کړي، چې نور د مذاکرات په هېواد کې د ننه تر سره شي او دوی ورته چمتو دي، خو طالبانو تر اوسه ځواب نه دی ورکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي