۰

د صرافانو انفرادي جوازونه په شرکتي هغو بدلېږی

یکشنبه ۷ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۸
افغان حکومت په پام کې لري، چې د صرافانو انفرادي جوازونه په شرکتي جوازونو واړوي او دغه راز د بانکدارۍ په برخه کې اصلاحات لا پراخه کړي.
د صرافانو انفرادي جوازونه په شرکتي هغو بدلېږی
افغان حکومت په پام کې لري، چې د صرافانو انفرادي جوازونه په شرکتي جوازونو واړوي او دغه راز د بانکدارۍ په برخه کې اصلاحات لا پراخه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي له ولسمشر غني سره د صرافانو په ناسته کې کړې دي.

اجمل احمدي ویلي، دوی د بانکدارۍ په برخه کې اصلاحات پیل کړي او غواړي، چې د صرافانو انفرادي جوازونه په شرکتي هغو واړوي.

د هغه په وینا په افغانستان بانک کې همغږي زیاته شوې، د ستونزو او نویو جوازونو د وېش په اړه بحثونه پیل شوي او د صرافانو امنیت ته پاملرنه زیاته شوې ده.

دی وايي، تېره اوونۍ یې د صرافانو د هڅونې لپاره چې شرکتي جوازونه واخلي یوه برنامه هم په لار اچلې وه او له دې کار یې موخه دا ده، چې د افغانۍ بیه ثابته وستال شي.

په دغه غونډه کې د صرافانو د سرتاسري شورا رییس میرافغان صافي دوی ته د ورپېښو ستونزو او مشکلاتو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل او په مننې سره یې و ویل، چې اوس د دوی او افغانستان بانک تر منځ اړیکې نېږدې شوې دي.

هغه د صرافانو د جوازونو د تمدید تر څنګ د مالیې د ثابت کېدو غوښتنه هم وکړه ویې ویل، چې د صرافانو دوسیو ته دې لویه څارنوالۍ کې رسیدګي وشي او د داخلي انتقالاتو ستونزه یې هم باید حل کړی شي.

د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال هم و ویل دوی هڅه کوي، چې خصوصي سکتور لا پیاوړی او د بېلا بېلو اصنافو مالیه راټوله کړي.

نوموړي هم زیاته کړه، چې دوی هم صرافانو ته د شرکتي جوازونو په ورکولو سره غواړي د هغوی ستونزې حل کړي.

ولسمشر غني صرافانو ته په خطاب کې و ویل، چې په لویه څارنوالۍ کې به یې د دوسیې په اړه جدي اقدامات وشي او دا اړینه ده، چې شرکتونه جوړ شي.

ښاغلي غني د افغانستان بانک ته لارښونه وکړه، چې د یوې دورې لپاره پر ثابته مالیه د لېږد لپاره له صرافانو سره یوې هوکړې ته ورسږي او دغه راز د شرکتونه د واقعیتونو ته په پام سره وټاکل شي.

ولسمشر وايي، له دې کار یې هف دا دی تر چې د صرافانو فعالیتونه لا منظم او منسجم شي او مالیې وزارت یې د مالیاتو په اړه ستونزې حل کړي.

 ښاغلي غني زیاته کړه، چې افغانستان د ډیجیټل کېدو په لور روان دی او په نېږدې راتلونکې کې به د برېښنا انتقالات په معیاري ډول برابر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي