۰

د واورې ورېدنې له امله د څلورو مرکزي ولایتونو لارې وتړل شوې

یکشنبه ۷ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۲
د ټولګټو چارو وزارت وايي، د درنې واورې ورېدنې له امله د میدان وردګ، دایکنډي، غور، بامیانو او سالنګونو لویې لارې د ترافیکي پر مخ تړل شوې دي.
د واورې ورېدنې له امله د څلورو مرکزي ولایتونو لارې وتړل شوې
د ټولګټو چارو وزارت وايي، د درنې واورې ورېدنې له امله د میدان وردګ، دایکنډي، غور، بامیانو او سالنګونو لویې لارې د ترافیکي پر مخ تړل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د مرغومي ۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، سالنګونو کې سختې واورې او توپان لا هم جریان لري او د دې لپاره چې مسافرو ته ځاني او مالي زیان ونه رسېږي، دغه لار له تېرې شپې راهیسې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

دغه راز خبرپاڼه کې ویل شوي، د واورې ورېدنې له امله د میدان وردګ ولایت د بهسود، کوتل اونۍ، حاجي ګګ کوتل دایمرداد او د غور او دایکنډي لارې هم تړل شوې دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بامیانو کې د جاجي ګک کوتل، شاتو او آق رباط لارې هم تړل شوې دي.

د ټولګټو چارو وزارت وايي، د لارو پاکولو ټیمونه او ماشنیري سیمې ته رسېدلې او هڅه کوي، چې دغه لارې خلاصې کړي.

دغه وزارت زیاتوي، چې سرپل، جوزجان، تخار، پروان، پکتیا، لوګر، کاپیسا او بدخشان کې هم واورې ورېږي خو تر اوسه یې لارې نه دي تړل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي