۰
دفاع وزارت:

هلمند کې د القاعده ۱۱ غړي او دوه مهم طالبان وژل شوي

دوشنبه ۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۹
د افغانستان ملي دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د القاعده شبکې د ۱۱ غړو او دغه راز دوه مهمو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
هلمند کې د القاعده ۱۱ غړي او دوه مهم طالبان وژل شوي
د افغانستان ملي دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د القاعده شبکې د ۱۱ غړو او دغه راز دوه مهمو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د القاعده دغه غړي او طالبان وړمه شپه د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د القاعده ډلې ټول وژل شوي غړي د ماين خښوونکو په ګډون د طالبانو لپاره د سنایپر او د شپې دوربين کارولو په برخه کې د ښوونې او روزنې مسؤلين و.

سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو طالبانو کې یو هم مسعود احمد، چې په حقبین مشهور و په هلمند کې د القاعده په ګډون بهرنیو ترهګرو ته د اسانتیاو برابرولو چارو مسوولیت درلود.

دغه‌ راز دفاع وزارت ویلي، دوه ورځې مخکې هم د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د القاعده ۴ نور غړي د افغان ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوي و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي