لویه څارنوالي وايي، روان هجري لمریز کال کې (۱۳۹۹) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۹۹۰ قضیې څېړل شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې نن سه شنبې د مرغومې ۹ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، یادو قضیو کې تر ټولو ډېرې د جنسي تیري دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، په دغو قضیو کې د جنسي تېري ۲۵۹ قضیې، د وژنو ۱۳۷، د ټپي کېدو او معلولیت ۱۶۶، د وهلو ټکولو ۱۵۰۱، د سپکاوي ۲۶۰، د ځورونې ۲۵۷، ځانوژنې د اړ کېدو ۹۸، بد لمنۍ ته د اړ کولو ۲۳، اجباري نکاح اړ کول ۲۹، او د ورته تاوتریخوالي ۲۶۰ نورې قضیې هم شاملې دي.
د لویې څارنوالۍ د معلوماتو پر بنسټ له دغې ډلې د ۳۳۸ پېښو څېړنه بشپړه شوې چې له مخې یې ۳۲۷ کسان په بند او نقدي جزا محکوم شوي دي.
کابل لومړی، بلخ دویم او هرات دریم لوی ښارونه دي چې د تاوتریخوالي تر ټولو ډېرې قضیې پکې ثبتې شوي دي.
د لویې څارنوالۍ خبرپاڼه زیاتوي چې افغان مېرمنې اوس مهال عدالت ته د رسېدو لپاره پراخ لاسرسی لري.
جمهورخبري آژانس:کابل