۰

دفاع وزرات: هلمند کې ۲۸ طالبان وژل شوي دي

پنجشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۷
ملي دفاع وزرات هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۳۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزرات: هلمند کې ۲۸ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزرات هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۳۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن پنشنبې د مرغومي ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک پرون د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ په ژل صاحب او تبیله سیمو کې د طالبانو پر غونډو او ماینونو پر دېپو هوايي بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي طالبانو پلان درلود، چې په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي، خو افغان هوایي ځواک وار پرې ړومبی او برید یې پرې وکړ.

ملي دفاع وزرات وایي، په دغه هوايی بریدونو کې ۲۸ طالبان وژل شوي او د یوه قوماندان په ګډون ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دې بریدونو کې د طالبانو ۱۲ میله ډول ډول وسلې او د ماین جوړولو یوه دېپو هم له منځه وړل شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي