۰

د عامې روغتیا وزیر لرې کېدو ته د نبیل غبرګون: په یو بام دوه هوا دولت نه جوړېږي

شنبی ۱۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۲
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني لرې کېدو ته غبرګون ښودلی وايي، په یو بام او دوه هوا سره دولت جوړونه نه شي کېدای.
د عامې روغتیا وزیر لرې کېدو ته د نبیل غبرګون: په یو بام دوه هوا دولت نه جوړېږي
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني لرې کېدو ته غبرګون ښودلی وايي، په یو بام او دوه هوا سره دولت جوړونه نه شي کېدای.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د عامې روغتیا وزیر استعفا ورکړې او استعفا یې ولسمشر هم منلې، خو وزیر ویلي، د استعفی نه ده ورکړې، بلکې لرې کړی شوی دی.

دا چې وزیر لرې کړی شوی او که یې خپله استعفا کړې، خو دغه کار د یو شمېر سیاسیونو غبرګونونه راپارولي او په ولسمشر یې نیوکې کړې دی.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل دې موضوع ته په غبرګون کې ویلي، شعار یې دولت جوړونه وه، خو هغه وزیران چې د له ولسي جرګې یې د باور رایې نه ده اخیستې خپل کار ته دوام ورکوي، خو هغه چې د باور رایه یې اخیستې له داسې برخلیک سره مخ کېږي.

نوموړي زیاته کړې، د مالیې پخوانی وزیر ښاغلی قیومي د فساد په ګڼو قضیو کې ښکېل و خو په ډېر عزت او د دولت په لګښتونو امریکا ته ولاړ او ان استعفا یې هم ورنه کړه.

ښاغلي نبیل د عامې روغتیا وزیر لرې کېدو ته په اشارې ویلي، دا چې د وزیر صاحب د کورنۍ غړي په فساد کې او هغه هم د ده په خپل وزارت کې لاس لري که نه د توجیه وړ نه ده، خو په یو بام او دوه هوا سره نه شي کېدای، چې دولت جوړونه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزیر جواد احمد عثماني د تېرې پشنبې په ورځ د چارو ادرې څخه یو مکتوب تر لاسه کړي، چې په کې د ولسمشر غنی له خوا د هغه د استعفا منظوره کړې، خو خپله وزیر وايي، دی خبر نه دی او نه یې هم استعفا کړې، چې ولسمشر تایید کړې وي.

ده ویلي«ما د عامې روغتیا وزارت له بست څخه استعفا نه ده کړې، خو د چارو ادارې له خوا وزارت ته یو مکتوب رارسېدلي، چې د وزیر صیب استعفا منظوره ده.»

جواد احمد عثماني ویلي کومه پرېکړه چې د ده پر وړاندې شوې کاملآ سیاسي ده.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني د تېرې پنشنبې په ماښام خپله عامې روغتیا وزارت ته ورغی او دغه وزارت ته یې نوی سرپرست وزیر وټاکه.

ښاغلي غني هلته و ویل، چې بل وزیر به داسې یو کس دغه وزارت ته ورمعرفي کړي، چې یو غیر سیاسي کس وي.

د جمعیت ګوند اجرائیه مشر او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د ولسمشر دغه اقدام توهین کوونکی بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي