۰

د فاریاب لپاره طالب والي ملا ناظم وژل شوی دی

شنبی ۱۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي فاریاب کې د دغه ولایت له پاره د طالبانو د نومول شوي والي ملا ناظم د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د فاریاب لپاره طالب والي ملا ناظم وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي فاریاب کې د دغه ولایت له پاره د طالبانو د نومول شوي والي ملا ناظم د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فاریاب امنیه قوماندان غیب الله سادات وايي، مولوي وکیل احمد مشهور په ملا ناظم د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې ملا ناظم له خپلو شپږو تنو ملګرو سره نن شنبې د مرغومي ۱۳ مه سهار وختي ۲ بجې د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د پوپلزي په کلي کې په خپله ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د فاریاب امنیه قوماندان زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې درې نور وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي