راپورونه وايي، په افریقايي هېواد نایجریا کې د وسله والو بریدګرو په برید کې ۷۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې وسله والو کسانو د مالي هېواد پولې ته نېږدې پر دوه کلیو بردي کړی دی.
ناجیریايي چارواکو ویلي، د وسله والو په دغه برید کې ۷۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو ویل کېږي په یاده سیمه کې د القاعده او داعش ډلو تړلي غړي فعالیت لري.
جمهورخبري آژانس:کابل