۰
د ملي امنیت رییس:

طالبان هڅه کوي، خپله رهبري افغانستان ته راولېږدوي

دوشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۹
د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج په هېواد کې د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په اشارې وايي، طالبان هڅه کوي له پاکستان څخه افغانستان ته د خپلې رهبرۍ د رالېږدولو لپاره زمینه برابره کړي.
طالبان هڅه کوي، خپله رهبري افغانستان ته راولېږدوي
د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج په هېواد کې د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په اشارې وايي، طالبان هڅه کوي له پاکستان څخه افغانستان ته د خپلې رهبرۍ د رالېږدولو لپاره زمینه برابره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سراج چې نن دوشنبې د مرغومي ۱۵ مه د ولسي جرګې د استازو امنیتي پوښتنې ځوابولې دا هم و ویل، چې له بهرنیو ترهګرو سره د طالبانو اړیکې هم ټینګې دي.

نوموړي زیاته کړه، طالبان د دې لپاره د هېواد په جنوبي او جنوب لوېدیځ کې جګړو ته زور ورکړي، چې هڅه کوي، خپله رهبري له پاکستان څخه افغانستان ته راولېږدوي او د پښې ځای پیدا کړي.

هغه و ویل«کله چې طالبان له اسلام اباد او کراچۍ څخه د سولې خبرو کې د ګډون لپاره قطر ته ځي د وجدان له عذاب سره مخ شوي او د همدې لپاره هڅه کوي افغانستان کې ځان ته د حضور زمینه برابره کړي.»

خو ټینګار وکړ، چې طالبان مخکې تر دې هم په ورته هڅو کې ناکام شوي او له دې وروسته به هم دې ارمان ته ونه رسېږي.

سراج د سولې خبرو په اړه و ویل، کوم معلومات چې دوی تر لاسه کړي د سولې خبرو دویم پړاو به خورا پېچلی وي، ځکه د طالبانو مشرتابه په افغانستان کې د سولې راتګ لپاره کومه اراده نه لري.

ښاغلي سراج و ویل طالبان پلان لري، چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو پورې د سولې خبرې له ځنډ و خنډ سره مخ کړي او له هغې وروسته جګړې ته نور زور هم ورکړي.

د هغه په وینا طالبانو له امریکا سره په کړې هوکړه هم عمل نه دی، په ښارونو کې یې بریدونه زیات کړي او له بهرنیو ترهګرو سره یې اړیکې نه دي پرېکړې.

د ملي امنیت رییس په دې وروستیو کې د هدفي وژنو زیاتېدو ته په اشارې و ویل، چې دغه بریدونه د طالبانو کار دی او د دې لپاره یې کوي، چې د دولت او ملت تر منځ واټن رامنځ ته کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې خبره د معلوماتو پر اساس نه کوي، بلکې له هغه کسانو څخه یې تر لاسه کړې، چې د همدې کارونو لپاره افغانستان او په ځانګړي ډول کابل ته رالېږل شوي وو.

د ملي امنیت رییس دا هم و ویل، چې ملي امنیت ځواکونو په تېرو څو شپو کې هغه درې بریدونه هم شنډ کړي، چې طالبانو غوښتل خبریالان په نښته کړي.

دی وايي، نظیفه محبوبي، رحمت الله زیارمل او خوست کې د غرغښت تلوېزیون یو خبریال هغه درې کسان خبریالان و، چې د ترهګرو له خوا پرې د برید پلان و، خو ملي امنیت دا پلانونه شنډ او بریدګر یې ونیول.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو شااوخوا دوو میاشتو راپدېخوا په افغانستان کې پر مدني فعالانو او خبریالانو هدفي بریدونه زیات شوي دي.

په دغه موده کې شپږ تنه خبریالان په هلمند، کابل، غزني، ننګرهار او غور کې په وسله الو بریدونو او ماین چاودنو کې وژل شوي دي، خو تر دا مهاله یې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي