۰

اروزګان کې د یوه موټر بم برید مخه نیول شوې ده

پنجشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۷
ملي دفاع وزارت وايي، اروزګان ولایت کې یې هغه موتر بم له منځه وړی، چې غوښتل یې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړي.
اروزګان کې د یوه موټر بم برید مخه نیول شوې ده
ملي دفاع وزارت وايي، اروزګان ولایت کې یې هغه موتر بم له منځه وړی، چې غوښتل یې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن پنشنبې د مرغومي ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه برید نن سهار وختي شاوخوا ۳:۰۰ شنډ کړی شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ترهګرو غوښتل دغه موټر بم ته د مرکز ترینکوټ په صوفیان پوسته چاودنه ورکړې، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د افغان پوځ له خوا تر پېژندل کېدو وروسته له منځه وړل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي