۰

ارزوګان کې د افغان ځواکونو پر مرکز موټر بم برید شوی دی

چهارشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۰
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز موټر بم برید شوی او ۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ارزوګان کې د افغان ځواکونو پر مرکز موټر بم برید شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز موټر بم برید شوی او ۷ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن چهارشنبې د سلواغې ۱۵ مه سهار وختي ۳ بجې د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په چینارک سیمه کې د ګډو افغان ځواکونو په مرکز شوی دی.

د ارزوګان والي محمد عمر شېرزاد وايي، په دغه برید کې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا وسله والو مخالفینو غوښتل د پوځ او پولیسو دغه مرکز ته سقوط ورکړي، خو د نویو سرتېرو په رسېدو هغوی په شاه شوي او سقوط مخه نیول شوې ده.

خو په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې ویلي، په دغه برید کې ۷ سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو حکومت یې پړه پر طالبانو اچوي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو په یوه مرکز موټر بم برید شوی، چې ۱۴ سرتېري په کې وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي وو.

د دغه برید مسوولیت بیا طالبانو په غاړه اخیستی و او د ۵۰ سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي