۰

د افغانستان او خلیج همکارۍ شورا تر منځ یو تړون شوی دی

شنبی ۴ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۳
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان د خلیج همکاریو شورا سره د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړی دی.
د افغانستان او خلیج همکارۍ شورا تر منځ یو تړون شوی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان د خلیج همکاریو شورا سره د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړون د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د خلیج همکاریو شورا له مشر ډاکتر نایف بن فلاح الحجرف سره لاسلیک کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي اتمر سعودي ته درې ورځنی سفر په ترڅ کې له فلاح الحجرف سره ریاض کې لیدلي او د نړۍ د تازه بدلونو، سیمې او افغانستان د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د همکارۍ هغه تړون هم لاسلیک شو، چې پر مټ به یې د اقتصادي، سیاسي امنیتي او فرهنګي برخو کې د اړیکو او همکاریو پراختیا لپاره منظمې ناستې او سلا مشورې کېږي.

دغه ناستې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د خلیج همکاریو شورا د مشر ډاکتر الحجرف له خوا رهبري کېږي.

په دغه لیدنه کې د خلیج همکاریو شورا مشر ویلي، چې دوی د افغان سولې او د سولې په اړه د نړیوالې او سیمیزې اجماع څخه ملاتړ او ټینګار کوي، چې د افغانستان ستونزه باید د خبرو اترو له لارې هواره شي.

دواړو لورو د خبرو په پای کې یو ځل بیا په خپل منځ کې د اقتصادي، سیاسي، تحصلي او فرهنګي برخو کې د اړیکو په پراختیا او همکارۍ ټينګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي