۰

متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

چهارشنبه ۱۸ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۴۴
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یوه لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ ترکیې ته ولاړ.
متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته ولاړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یوه لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ ترکیې ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی متقي او ورسره پلاوی نن چهارشنبې د کب ۱۸ مه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په رسمي بلنه دغه هېواد ته ورغلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي متقي به په ترکیه کې د انتالیا په دیپلوماتیک فورم کې ګډون وکړي او هلته به د افغانستان په اړه ګډونوالو ته ویناتر څنګ په یوه بحث کې ګډون وکړي.

خبرپاڼه وایي، همدارنګه ښاغلی متقي به د ترکیې او د نړۍ د مختلفو هېوادونو څخه د راغلیو لوړ رتبه پلاویو سره ناستي او د افغانستان په اړه خبرې اتري وکړي.

د یادونې ده، چې د انتالیا فورم د ۱۱ مارچ څخه تر ۱۳ مارچ پوري د (ډیپلوماسۍ بیا تعریفول) تر سرلیک لاندي جوړیږي.

د  فورم افتتاح د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردګان په وینا کیږي او وروسته د مختلفو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او لوړ رتبه چارواکي وینا او د مختلفو موضوعاتو په اړه بحثونو کې ګډون کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي