۰

ولسمشرغني، له کرزي، استاد سیاف او عبدالله سره پر سوله غږېدلی

سی شنبه ۷ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر استاد سیاف سره لیدلي دي.
ولسمشرغني، له کرزي، استاد سیاف او عبدالله سره پر سوله غږېدلی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر استاد سیاف سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه نن سه شنبې د سلواغې ۷ مه په ګلخانې ماڼې کې شوې، چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي هم په کې وو.

ارګ وايي، په دې لیدنه کې د سولې په تړوا د سیاسي اجماع، تاوتریخوالي په کمېدو او مطبوبې سولې، چې د افغانستان د امنیت، ثبات او په هېواد کې د وینو د بهېدو مخه ونیسي خبرې اترې وشوې.
 
ښاغلي غني ویلي، چې په دې حساسو شرایطو کې له سیاسي څېرو او د خلکو د بېلا بېلو پاړکیو سره د سولې په اړه سلامشورې خورا اړینې او ګټورې دي.

ولسمشر پر داسې مهال په کور د ننه د سولې لپاره د سیاسي اجماع په پیاوړي کولو له سیاسي څېرو سره ګوري، چې دوحه کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ خبرې پیل شوې، خو کوم پرمختګ په کې نه دی شوی.

او دا په داسې حال کې ده، چې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا د نوې ادارې لوړ پوړو چارواکو ویلي، چې له طالبانو سره د امریکا تړون به له سره وارزوي ځکه په وینا یې طالبانو په کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

په داسې حال کې، چې طالبان وايي، دوی د شوي تړون هرې مادې ته ژمن دي او د امریکا له نوې ادارې غواړي، چې شوی تړون تعقیب او عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي