۰

کمانډویانو بغلان کې د طالبانو له زندانه ۳۲ تنه راخوشي کړي دي

پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۹
ملي دفاع وزارت وايي، د پوځ ځانګړو یا کمانډو ځواکونو بغلان ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات کړي او ۳۲ زندانیان یې ترې راخوشي کړي دي.
کمانډویانو بغلان کې د طالبانو له زندانه ۳۲ تنه راخوشي کړي دي
ملي دفاع وزارت وايي، د پوځ ځانګړو یا کمانډو ځواکونو بغلان ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات کړي او ۳۲ زندانیان یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۹ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان کمانډویانو تېره شپه د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین سیمه کې عملیات کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې عملیات په یاده سیمه کې د طالبانو پر یوه زندان شوي، چې زندان مات او ۳۲ تنه زندانیان ترې راخوشي شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په راخوشي شویو کسانو کې ۱۲ تنه نظمیان او پاتې نور یې ملکي وګړي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، چې د عملیاتو پر مهال درې طالبان هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې دا په تېرو نېږدې دوه اونیو کې د طالبانو څلورم زندان دی، چې د افغان کمانډو ځواکونو له خوا مات او بندیان ترې راخلاصېږي.

کمانډو ځواکونو وړمه شپه د لوګر ولایت کې هم د طالبانو یو زندان مات او د ځینې نظمیانو په ګډون یې ۲۲ تنه ترې راخوشي کړل.

دغه راز کمانډو ځواکونو تېره اوونۍ په هلمند کې هم د طالبانو دوه زندانونه مات او لسګونه زندانیان یې ترې راخوشي کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي