۱
یو شمېر هېوادونه او نړیوال بنسټونه:

د اکثریت تاوتریخوالي، هدفي وژنو او ترورونو مسوول طالبان دي

یکشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۴
د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازي وایي، افغانستان کې د اکثریت تاوتریخوالي، هدفي وژنو او ترورونو مسوول طالبان دي او دا تاوتریخوالی نور باید ودرول شي.
د اکثریت تاوتریخوالي، هدفي وژنو او ترورونو مسوول طالبان دي
د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازي وایي، افغانستان کې د اکثریت تاوتریخوالي، هدفي وژنو او ترورونو مسوول طالبان دي او دا تاوتریخوالی نور باید ودرول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، دا خبره د اروپايي ټولنې، ناټو، استرالیا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، المان، ایټالیا، هالنډ، سویډن، برېتانیا او امریکا دیپلوماتیکو استازو په ګډه خبرپاڼه کې کړې ده.

دغه استازو نن یکشنبې د سلواغې ۱۲ مه په دغه ګډه خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی، هدفي وژنې، ترورونه، انسان تښتونې او د بنسټيزو بنسټونو نړول په کلکه غندلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغه اکثریت تاوتریخوالي او جرمي پېښو مسوول وسله وال طالبان دي او طالبان هڅه کوي، چې دولتي بنسټونه کمزوري کړي.

دوی په ګډه ویلي چې د طالبانو دغه کړنو نورو ترهګرو ډلو ته د آزادانه فعالیت زمینه برابره کړې ده.

اعلامیه کې ویل شوي«لوېدیځ هېوادونه کابل ته راغلي دي، طالبان باید دا درک کړي، چې د دوی د تاوتریخوالی زیاتوالی او ورانۍ نړیوال غوسه کوي، نو که چېرته غواړي، چې په افغانستان کې سوله ټینګ شي، باید تاوتریخوالی ودرول شي.»

دغه اعلامیه کې ګډونوالو هېوادونو او استازو تمه ښودلې، چې طالبان تاوتریخوالی او ورانۍ ودروي او د تل پاتې سولې لپاره چې د ټولو افغانانو په ګټه ده، کلکه ژمنتیا وښيي.

په خبرپاڼه کې له دولته هم غوښتل شوي، چې د هدفي وژنو او ترورونو په اړه جدي پلټنې وکړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

خبرپاڼه کې ویل شوي، هدفي بریدګر، مدني فعالان، خبریالان، قضايي، مذهبي، طبي ملکي دولتي او هغه کسان په نښه کوي، چې په افغانستان کې تل پاتې سوله او امنیت غواړي.

دغه هېوادونو او بنسټونو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو په برخه کې بې سارې پانګونه کړې، نو ځکه د طالبانو له لوري د دغه تاسیساتو ورانول په کلکه غندي.

سرچینې ویلي، دغه ډول کړنې پرته له دې، چې د افغانستان لپاره ورانی وي او افغانان له لوږې، بدبختۍ او ورانۍ سره مخ کړي بل هېڅ هدف نه لري.

دغه هېوادونو او نړیوالو بنسټونو ټینګار کړي، چې د دوی د هغه چا تر څنګ کلک ولاړ او ملاتړ یې کوي، چې په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې، تاوتریخوالي او ناخوالو پای او پر ځای یې یو آزاد، باثبات، خپلواکه، په خپلو پښو ولاړ او له ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره د ښو اړیکو لرونکی افغانستان غواړي.

یادو هېوادونو او استازو د اعلامیې په پای کې یو ځل بیا ټينګار کړی، چې د افغانستان له خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي او د سولې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي