۰
رسول طالب:

د لنډ مهاله حکومت خبره تبلیغاتي ده، د خبرو د ځنډ لامل طالبان دی

یکشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۶
د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی وايي، د طالبانو پلاوی د مېز پر سر د لنډ مهاله حکومت موضوع نه ده مطرح کړې او نه پرې بحث شوی دی.
د لنډ مهاله حکومت خبره تبلیغاتي ده، د خبرو د ځنډ لامل طالبان دی
د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی وايي، د طالبانو پلاوی د مېز پر سر د لنډ مهاله حکومت موضوع نه ده مطرح کړې او نه پرې بحث شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه پلاوی یوه غړي، چې نن یکشنبې د سلواغې ۱۲ مه په یوه انلاین خبري ناسته کې و ویل، په اوسنیو شرایطو کې د لنډ مهاله حکومت بحث نه دی شوی او که طالبانو له مذاکراتو بهر دا خبره کړې وي، تبلیغاتي اړخ لري.

دی وایي، د طالبانو د ځینو غړو دغه ډول څرګندونې د عامه افکارو د انحرافولو پرته بل څه نه دي، ځکه تر اوسه د خبرو پر مېز د لنډ مهاله حکومت موضوع نه ده مطرح شوې.

هغه و ویل«که چیري طالبان د ویلو څه نه لري خبرو ته وړاندې شي او خبرې رسمي مطرح کړي، د هغه نه به غیر ستانکزی د خبرو پر مېز غیر حاضر دی، ولې په مسکو کې ادعاوې مطرح کړې چې تر ډېره د عامه افکارو د انحراف لپاره دي.»

رسول طالب همدارنګه وویل چې د لنډ مهاله حکومت په اړه بحثونه تر دا مهاله کوم بهرني هیواد هم په رسمي ډول نه دي مطرح کړي.

ده زیاته کړه، چې د بین الافغاني مذاکرات بهیر تر دا مهاله په ټپه نه دی درېدلی، خو په وینا یې وقفه پکې رامنځته شوې چې مسؤل یې طالبان دي.

یاد پلاوی ټینګار کوي چې د افغانستان د ستونزې هواري لپاره رامنځته شوی فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي او دوی هره ګړۍ له طالبانو سره خبرو ته حاضر دي.

د پلاوي یوې بلې غړې شریفه زرمتۍ هم د عباس ستانکزي څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې د نورو هېوادونو په استازیتوب د طالب استازو څرګندونې دوی ته هېڅ اهمیت نه لري او ولسمشر غني د خلکو په رایه واک ته رسېدلی دی.

نوموړې زیاته کړه«که چیري د خبرو پر مېز داسې بحثونه وکړو، موږ نشو کولای چې د هیواد د ملي مسائلو په اړ تصمیم ونیسو،موږ مشران او خلک لرو چې کېدایسي له هغوی سره خبرې وکړو، د مصالحې عالي شورا او دولت په دې برخه کې تصمیم نیولای شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د قطر دفتر مرستیال او د طالبانو د سولې د مذاکراتي ټېم غړي شیرمحمد عباس ستانکزي د تیرې جمعې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وویل:"که نن ورځ اشرف غني له جګړې څخه لاس واخلي او و وايي چې استعفا کوم او د سولې لپاره قرباني ورکوم، موږ هم د یو نوي حکومت لپاره خبرو ته چمتو یو... په همدې خاطر هم مذاکرات کوو.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي