۰
د سویډن لومړی وزیر:

له افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو، جګړه باید ودرول شي

دوشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۵
 افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سویډن له لومړي وزیر شل اسټیفان لوون سره تلېفوني سره د افغان سولې او دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبرې اترې کړې دي.
له افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو، جګړه باید ودرول شي
 افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سویډن له لومړي وزیر شل اسټیفان لوون سره تلېفوني سره د افغان سولې او دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي د ښاغلي غني او ښاغلي لوون تلېفوني خبرې نن دوشنبې د سلواغې ۱۳ مه وشوې.

سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر غني، په تېرو کلونو کې له افغانستان سره په ځانګړي ډول د پوهنې او روغتیا په برخه کې د سویډن هېواد له مرستو او په غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هېواد د ملاتړه مننه وکړه.
 
 ښاغلي غني د سویډن د افغانستان پخوانی دوست وباله او په سولې پروسه کې یې د انکشافاتو او سولې د داسې بهیر په اړه چې د دیموکراتیک، ملي حاکمیت لرونکي او متحد افغانستان ضامن شي، د افغانستان او بین المللي ټولنې د ګډ لیدلوري په هکله معلومات ورکړل.

په ورته وخت کې د سویډن لومړي وزیر په انکشافي او اقتصادي برخو کې د خپل هېواد د همکاریو او همداراز له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.
 
نوموړي ویلي، په افغانستان کې د اوربند ټینګښت او د جګړې او وینې بهېدو پایته رسېدل ورته لومړیتوب لري.

اسټیفان لوون ټینګار کړي، چې سویډن د سولې له هغې پروسې څخه چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو د ساتنې او دوام او د مستقل، دیموکراتیک او متحد افغانستان لامل شي، ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي