د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د خبرو ټکني کېدو سره افغان مرکچي پلاوی د خلکو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان دولت د مرکچي پلاوي ځینو غړیو پرون د کندهار ولایت له اوسېدونکو سره غونده کړې.
د مرکچي پلاوي په ټوېټر پاڼه لیکل شوي، چې په دې غونډه کې ګډونوالو د سولې په چوکاټ کې پر بشري حقونو، زدهکړو، د جنګیالیو پر بیا ادغام، بیان ازادي، ډیموکراسۍ او یوشمېر نورو مسئلو بحثونه وکړل.
د مرکچي پلاوي دوو غړو مولوي عطاالله لودین او شریفې زرمتۍ په خپلو خبرو کې ویلي، چې د دوی پلاوی ته د خلکو نظرونه مهم دي او زیاته کړې ده چې ورته لیدو کتو ته به دوام ورکړي.
د یادونې ده، چې له تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو راهیسې دوحه کې بینالافغاني خبرې ځنډېدلي او د دولت پلاوی یې پړه پر طالبانو وراچوي وايي، دغه پلاوی د مذاکراتو پر ځای ځینو هېوادونو ته په سفرونو بوخت دي.
طالبان بیا وايي، خبرې درېدلې نه دی، بلکې د دوی پلاوی د ځينو مهمو کارونو له پاره ځینو هېوادونو ته سفرونه کوي او دا ځنډ طبعیي دی.
جمهورخبري آژانس:کابل