۰
امریکايي جنرال ډانفورډ:

د ځواکونو ایستل باید د نظام د ماتېدو او طالبانو د بریالي کېدو لامل نه شي

پنجشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۳
د افغانستان د مطالعې ډله چې مشري یې امریکايي جنرال جوزیف ډانفورد کوي وايي، له دغه هېواده به په بیړه د ځواکونو ایستل د کورنۍ جګړو سبب شي.
د ځواکونو ایستل باید د نظام د ماتېدو او طالبانو د بریالي کېدو لامل نه شي
د افغانستان د مطالعې ډله چې مشري یې امریکايي جنرال جوزیف ډانفورد کوي وايي، له دغه هېواده به په بیړه د ځواکونو ایستل د کورنۍ جګړو سبب شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډانفورډ او ډلې یې د ۲۰۲۰ په اپریل کې خپل کار پیل کړ او پرون چهارشبنې د سلواغې ۱۵ مه یې خپل ګزارش کانکرس ته وړاندې کړی دی.

په دغه راپور کې افغانستان د یوه ماتېدونکي دولت څښتن بللی شوی راغلي، که بهرني ځواکونه په بېړه له افغانستان څخه ووځي، د نظام د له منځه تلو، سیمه کې د منفي پایلو لرو او امریکا پر وړاندې د ګواښونو زیاتېدو لامل به شي.

د افغانستان د مطالعې ډلې د رئیسه پلاوي غړي جنرال جوزف ډنفورډ ویلي، د سولې مذاکراتو په سوله ‌ییزه توګه په افغانستان کې د جګړې د پاي ته رسولو لپاره یو ریښتینی فرصت برابر کړی دی.

راپور کې ویل شوي، د افغانستان د سولې په مذاکرتو کې د منلو وړ نتیجې ته د رسېدلو لپاره باید د سولې بهیر ته زیات وخت ورکړل شي او د دې کار لپاره باید د مې تر میاشتې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ضرب‌العجل د تمدیدولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې پیل شي.

په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د حضور اساسي موخه دا ده ترڅو د سولې د منلو وړ توافق لپاره زمینه برابره شي او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل باید د طالبانو د بریالي کېدو لامل نشي.

د افغانستان د مطالعې د ډلې په راپور کې له افغان حکومته هم غوښتنه شوې چې په ښه نیت د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.
 
د افغانستان د مطالعې ډلې دغه راز ویلي چې طالبانو له امریکا سره په تړون کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د یادونې ده، چې د دغه راپور تر اورېدو وروسته د امریکا کانګرس هم ویلي، چې له افغانستان د سرتېرو ایستل باید په شرایطو پورې تړلي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان وايي، که بهرني ځواکونه تر ټاکلې مودې پورې له افغانستان څخه ونوځي دوی به بېرته پرې بریدونه پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي